Asset 1SWN

سلام وطندار

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ملي پروګرام پیل کړی

نمایشگاه-کابل-دو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېرو څو ورځو راهیسې کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د ټول هېواد په کچه له کورنیو محصولاتو د ګټې اخیستنې ملي پروګرام پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد له ټولو حکومتي ادارو غواړي چې کورنیو محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره کورني تولیدات وکاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې افغانستان د ۶۳ قلمه توکو تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او اړتیا نشته چې دغه توکي بهر څخه هېواد ته وارد شي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ پروګرام پیلولو څخه هرکلی کوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ کې یې ګټور بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي وویل: «د داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه په ملي کچه پروګرام پیل شوی چې د یاد پروګرام له پیل څخه هرکلی کوو او دې برخه کې د اسلامي امارت اقدامات کولای شي، د هېواد اقتصاد د ودې او پراختیا لامل شي.»

بل‌خوا یوشمېر کارپوهان وايي، تېر یوه کال کې د اقتصادي ستونزو په دلیل د تولیدي شرکتونو فعالیت ټکنی شوی او د اسلامي امارت دغه طرحه کولی شي یو شمېر دغه شرکتونه ماتې سره له مخ کېدو وژغوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان زیاتوي چې د چین، روسیې او ایران په څېر د سیمې هېوادونه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري. چارواکو همدارنګه وویل، تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۵۰ بهرنیو شرکتونو دغه وزارت څخه افغانستان کې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ دامهال هېواد کې څه باندې ۴ زره تولیدي شرکتونه فعالیت لري او دې وروستیو ورځو کې ۷زره سوداګریزو شرکتونو خپل جوازونه تمدید کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام