د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د عامې روغتیا وزارت ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره ازموینه واخیسته.
د دغې ادارې مسوولان وايي، د عامې روغتیا وزارت د څلورمو، پنځمو او شپږمو ۴۲۴ خالي بستونو لپاره ۳ زره او ۹۴۰ کسانو غوښتنلیکونه ورسپارلي وو چې ۳ زره او ۵۸۵ یې په شرایطو برابر پېژندل شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر شهزاد نور راشد ډاډ ورکړ چې دغه ازموینه په پوره شفافیت سره اخیستل شوې ده. «دا برښنايي ازموینه ده او کمپیوټر کې لاسوهنه نهکېږي او هغه کسان چې ازموینې ته راغلي، ژمنه کوو چې له دوی سره درغلي نهکېږي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا وايي، دغه وزارت لا ډېرو مسلکي کدرونو ته اړتیا لري او ټاکل شوې د ازادې سیالي له لارې د یاد وزارت خالي بستونو ته لا ډېر په کاري شرایطو برابر کسان وګومارل شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي وویل: «دغه ازموینه به په شفافه توګه واخیستل شي او امیرالمومنین حکم کړی چې مسلکي بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري اعلان کړئ، مسلکي کسان وګومارئ، څو د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم شي.»
د چارو ادارې مسوولان له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د ازموینې له ورکولو وروسته بریالي شوي کسان پرته له کوم تبعیض څخه په کار وګومارل شي.
د چارو ادارې مرستیال سیفالدین طیب وویل: «د عامې روغتیا وزارت څخه مې غوښتنه ده، هغه کسان چې بریالي کېږي، لوړې نمرې اخلي، پرته له دې چې دا کس یې، خپل دی، پردی، سمت او ولایت او ژبې ته باید ونهکتل شي یوازې تقوا ته وکتل شي، هغه چې کدرونه دي، دې پروسه کې دې وګوماري.»
د عامې روغتیا وزارت د ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره د ازموینې یوشمېر ګډونکونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ټولو حکومتي بستونو کارکوونکي باید د ازادې سیالۍ له لارې په کار وګمارل شي.
د دغې ازموینې ګډونوال اغامیر وویل: «له حکومت مو غوښتنه ده چې د حکمي یا د روابطو پراساس ګومارل شوي کسان دې کم کړي، څو ځوانان راتلونکې ته زړه ښه کړي او ټولنې ته خدمت وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ټاکل شوې روان کال د دغه وزارت ۸زره او ۵۰۰ مسلکي بستونه ازادې سیالۍ ته ورکړل شي.