د دفاع وزارت ویلي چې ۲۱۷ عمري قول اردو کې ۵۲۹ عرادې بېلا بېل ډوله پوځي وسایط او ۳۸ ميله مختلفالنوع وسلې ترمیم شوي.
دفاع وزارت تېره ورځ (چهارشنبه، سرطان ۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو وسایطو کې ۵۰ زغرهوال هاموي ټانګونه، ۸ ضربتي ټانګونه، ۶۳ اِنټرنېشنل موټر، ۳۱۶ رنجر، ۶ فورکلفت او نور بېلا بېل غير زرهي وسايط شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ترمیم شویو وسلو کې يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه، ۴ ميله زيو ام۲۳، څلور میله ۲۴۹- (AKM)، ۱۲ميله کلاشنکوف، ١٦ میله (M16) او نورې ګڼې وسلې ترمیم او ګټی اخیستې ته چمتو شوي دي.
د یادونې ده چې د دفاع وزارت تر دې وړاندې هم زرګونه عرادې پوځي وسایط او بېلا بېل ډوله مهمات ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.