د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پولو امنیت په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي: «افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست او ځانګړي استازي د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ملامحمدیعقوب مجاهد سره لیدلي او د پولو کمېسارۍ پر هوکړې، د پولو امنیت ټينکښت او د ناامنو پر جریاناتو یې، بحث او خبرې کړي.»
د چارو یوشمېر شنونکي د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ د امنیت په اړه اندېښنې، د دواړو هېوادړونو په ګټه دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالجبار اکبري سلاموطندار ته وویل: «دواړه هېوادونه باید د پولو امنیت کې جدي واوسي او هر څومره چې پولې خوندي وي، د دواړو هېوادونو اندېنښنې هم لهمنځه ځي او د ګډ اقتصاد لپاره هم کار وکړي.»
بلخوا یوشمېر نور کارپوهان بیا وايي چې د افغانستان او ایران پوله کې د امنیت ټينګښت لپاره باید دواړه هېوادونه رښتینې هڅې وکړي.
د سیاسي چاروکارپوه محمدزلمی افغانیار پوپل وايي: «تېرو درېوو کلونو کې سرپرست حکومت د هېوادونو په چارو کې د نهلاسوهنې او امنیت موضوعات مخته کړي؛ ایا دا ډاډ ایران هم افغانستان ته ورکړی چې تر مدیریت لاندې یې، افغانستان د ناامنۍ پر لور نهبیايي.»
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت او ایران سرحدي چارواکو د دواړو هېوادونو پر پوله د امنیتي ستونزو پر حل ناستې کړې دي.