Asset 1SWN

هلمند کې د خپلې مېرمنې قاتل نیول شوی

هلمند

هلمند کې محلي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې، په کاڼو وژلې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، یاد کس د سنګین ولسوالي ساروان کلا سیمه کې نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې دغه کس څه موده وړاندې د کندهار غورک ولسوالي اړوند سیمه کې خپله مېرمن په کاڼو وژلې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض ټينګار کړی چې نیول شوی کس به ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له دې وړاندې دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې ځینو مېرمنو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیانې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

چارواکو د یادو ډېری پېښې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام