Asset 1SWN

د کندهار لوبډلې د سمنګان د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

6d561c92-b027-4c56-8382-635522bd8e4f

په سمنګان کې د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د پیل شویو سیالیو اتلولي د کندهار لوبډلې په اتلولي سره پای‌ ته ورسېدې.

یادې سیالي چې نږدې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، پای‌لوبې ته یې د کندهار او سرکنده کلي لوبډلې وتلې وې چې کندهار لوبډلې یې بریا خپله کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پای‌لوبه کې د کندهار لوبډلې سرکنده لوبډلې ته ۳-۱ په پایلې سره ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د سمنګان د بدني روزنې او ورزش امر نصیراحمد کامیاب وویل چې یادو سیالیو کې د مرکز ایبک او ولسوالیو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د یادې ورزشي لوبې وده او د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول ښودل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د والیبال یو‌شمېر لوبغاړي له مسوولانو غواړي چې د والیبال لوبې ودې لپاره ورته سیالي په ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام