د میدانوردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي، د کابل – بامیان لویه لار د دغه ولایت د «اونۍکوتل» په سیمه کې د زیاتې واورې ورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
د یاد ولایت امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، یاده لار د جلریز ولسوالي اړوند په «اونۍکوتل» سیمه کې د زیاتې واورې ورښت له امله له د تېرې شې راهیسې د هر ډول موټرو تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، د یادې لارې د ساتنې مسوولان هڅه کوي چې د دغه لاري په اوږدو کې شته ټرافيکي ستونزې هوارې کړي. امنیه قومنداني ویاند له هېوادوالو وغوښتل چې د میدانوردګ امنیه قومنداني له بلې خبرتیا دې پر یاده لاره له تګراتګ ډډه وکړي.
یادوني وړ ده چې د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په نږدې ټول هېواد کې د درېوو ورځو ورښتونو سخت اټکل شوی دی.