Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت: د بهرنیو مرستو وېش کې هېڅ ونډه نه‌لرو

United-Nations-employees-12-qxgxvg9yk26jdyzx2syhrxgpxfagcs0lgr78snxyfc (1)

 د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د افغانستان سرپرست حکومت ته د هغه هېواد د بشري مرستو په رسولو له نیوکې وروسته، د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت له افغانستان سره د بهرنیو بشري مرستو کې هېڅ لاسوهنه‌ نه‌لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام وطندار ته وویل، د بهرنیو هېوادونو ټولې بشري مرستې د سرپرست حکومت له مداخلې پرته د همدغو سازمانونو او بنسټونو اړوندو ادارو له‌خوا پلي کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د هېوادونو او مرستندویه بنسټونو بشري مرستې له لومړۍ تر تراوسه د دوی د دفترونو له لوري د امارت له لاس‌وهنې پرته شوي؛ بشري مرستې د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې کېږي، بې‌طرفي او انساني کرامت یې، اصول دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم د افغانستان سرپرست حکومت ته د امریکا له لوري د میلیاردونو ډالرو د استولو ادعا رد کړې او ویلي، متحده ایالتونو یوه افغانۍ هم اسلامي امارت ته نه ده ورکړې.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سې‌شنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال تېرو درېوو کلونو کې له افغانستان سره د متحده ایالتونو بشري مرستو ته په اشارې ویلي، افغانستان ته د واشنګټن له لوري د میلیاردونو ډالرو ورکول د منلو نه‌دي او باید مخه یې ونیول شي.

هغه وویل: «مونږ میلیونونه نه، بلکې افغانستان او په اصل کې سرپرست حکومت ته میلیاردونه ډالر ورکوو، دا د باور وړ نه ده، داسې څه باید پېښ نه‌شي.»

له افغانستان سره د متحده ایالتونو له نغدي مرستو د امریکا د منتخبه ولسمشر له نیوکې وروسته، اوس له هېواد سره د امریکا د مرستو بندېدو او ناوړه پایلو په اړه یې اندېښنې مطرح شوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سېلاب سمندر وايي، که چېرې افغانستان سره د امریکا بشري مرستې بندې شي، هېواد کې به د فقر کچه نوره هم لوړه شوي.

هغه وویل: «د امریکا او همکارانو اقتصادي او مالي مرستې چې ۱.۲ میلیارډ ډالره نغدي مرسته کېږي، افغانستان سره کولې او د میلیونونو افغانان ژوند پرې ښه‌وو، خو د دې مرستو په بندېدو سره، وزګارتیا زیاته شوې او د افغانستان سیاسي او اقتصادي لیدلوری انزوا ته تللی دی.»

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي په دې اړه داسې نظر لري: «په دې کې شک نشته چې د امریکا مرستو د خلکو د وضعیت ښه‌والي باندې اغېز درلود، خو دې ورځو کې په امریکا ک د یادو مرستو لېږد یا نه لېږد په اړه بحثونه کېږي، دا د واکمن ګوند د رقابت له امله دي چې یو بل باندې نیوکه کوي، دا بحثونه امریکا کې داخلي مصرف لري.»

امریکا د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې له مرسته‌رسوونکو بنسټونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه مرستې د مرستندویه پروګرامونو او هغو افغانانو لپاره دي چې له قحطۍ، لوږې او د خوړو کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام