نن پنجشنبه د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسیږي چې هېواد کې د رسنیو په ځانګړې توګه ځینو ولایتونو کې د تصویري رسنیو فعالیت یو لړ لوړو او ژورو سره مخ شوی دی.
د سرپرست حکومت مسوولان وايي، حکومت د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه پېښوي، د افغانستان د ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیزو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «د ملي ګټو په پام کې نیولو سره رسنۍ کولای شي چې فعالیت وکړي، همکاري هم ورسره شوې، زموږ توان سره سم، د افغانستان رسنۍ اوس هم فعالیت لري او ډېر ښه خپل نشرات پرمخ وړي.»
سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې هېواد کې د رسنیو ملاتړ ته ژمن دي، خو بیا هم د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې یو لړ جدي ننګونې شتون لري.
خبریالان په ځانګړې توګه د فعاله تصویري رسنیو کارکوونکي غوښتنه کوي چې د دوی فعالیتونو پر وړاندې دې ننګونې او اندېښنې له منځه یوړل شي.
خبریال بلاالدین صیاد وویل: «اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو له ستونزو څخه ده چې پر وخت معلومات نهورکول کېږي. خبریالان او رسنۍ له دې ستونزې سره مخ دي. موږ له بنسټونو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړو چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.»
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د قانون له تصویب وروسته، هېواد کې د تصویري رسنیو فعالیت پر وړاندې جدي اندېښنې مطرح شوي.
د دغه قانون له تصویب وروسته، یوشمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت ځايي مسوولانو تصویر اخیستونکي د ذیروح تصویرونو له اخیستو منع کړي.
تخار کې خبریال فریدون یلداش وايي: «دا چې موږ نشو کولای له ژوندیو موجوداتو تصویر واخلوو، دې چارې موږ له ستونزو سره مخ کړي یوو.»
تخار کې خبریالان او د تصویري رسنیو مسوولان ټینګار کوي چې د دغه محدودیت دوام کولی شي، د تصویري رسنیو فعالیت وځنډوي او د دغو رسنیو خبریالان او کارکوونکي له بېبرخلیکه وضعیت سره مخ کړي.
تخار کې خبریالانو او د رسنیو فعالانو صدرالدین قونوي وویل: «دا محدودیت لامل کېږي چې ډېری خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي او رسنیز فعالیتونه ونهشي کړای.»
د افغانستان د ازاده رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د تېر کال د شمېرو پر اساس، هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته، د بېلا بېلو لاملونو په دلیل د شاوخوا ۵۲ سلنه تصویري رسنیو فعالیت ځنډول شوی دی.