Asset 1SWN

اسلامي امارت د هنیه وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه وبلله

AP18040390805464

د افغانستان سرپرست حکومت په تهران کې د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه بللې ده.

سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په داسې حال کې چې اسلامي امارت د فلسطین له سپېڅلې خاورې، د حماس اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼي او د یرغلګرو صهیونیستي رژیم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنایت یې بولي. د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې د اسلامي او عربي نړۍ اغېزمنو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې سیمه کې د اسراییلو د کړنو مخنیوي برخه کې خپلې هڅې وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د اسراییلو د وحشتونو دوام به سیمه لاناامنه کړي او پړه به یې، د دوی پر غاړه وي.

د حماس ډلې سیاسي مشر نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه د ایران پلازمېنې تهران کې وژل شوی دی. د نوموړي د وژنې څرنګوالي په اړه لا تراوسه بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، څېرو او مشرانو د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او دغه کړنه یې، یو بزدلانه عمل بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام