Asset 1SWN

سلام وطندار

د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله وتړل شوه

۰۰

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن جمعه، جدي ۱۴مه سلام‌وطندار ته وویل چې یاده لاره تېره ورځ یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو په وینا یې، نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څارنې ادارې اړوند مشینري او کارکوونکي په دوامداره توګه د لارې پر پاکولو لګیا دي.

د ټولګټو وزارت همداراز د سالنګ پر لویه لاره تلونکو موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د ژمي وسایل او تجهیزات له ځان سره ولري او د ټرافیکو قوانین مراعات کړي.

د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه خورا ارزښت لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر دې لاره د هېواد ډېری سوداګریز توګي کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي او له ولایتونو پر دې لاره شمال او له هغه ځایه ګاونډیو هېوادونو او مرکزي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام