د افغانستان مشهور جراح او د ټکواندو فدراسیون مشر ډاکټر نجیبالله سکندر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او تښتوونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له نیول شوي دي.
د المپیک د ملي کمیټې عمومي رییس انجینر نظرمحمد په خپل ټویټر پانه کې د ښاغلي سکندر د ژغورلو خبر تایید کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
ښاغلی سنکندر شاوخوا دوه ورځې مخکې د شپې ۱۰:۳۰ بجې هغه مهال وسلهوالو کسانو له خوا وښتول شو چې له دندې وروسته خپل کور ته روان و.
ډاکټر نجیب الله سکندر په جمهوریت روغتون کې د عصبي جراح په توګه د دندې ترسره کولو سربېره ه د هېواد د تکواندو د ملي فدارسیون رییس هم دی.