د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې، د پلعلم ښار او ولسواليو کې ټول سوالګر راټول شي.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي محمدسالم جان الفت پلعلم کې رسنیو ته وویل، په لومړی ورځ نن «یکشنبه، لړم۲۷مه» له پلعلم ښار څخه ۳۷ سوالګر راټول او بایومټریک څانګې ته ورپېژندل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
الفت زیاته کړه، په راټولو شویو سوالګرو کې یوشمېر ماشومان هم شامل دي او ځينې سوالګر د سوال کولو لپاره له نورو ولایتونو څخه لوګر ته راغلي دي.
هغه همداراز وویل چې ياد اقدام يې د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې کړی او مستحقو سوالګرو ته به په میاشتني ډول پیسې ورکول کېږي او هغه سوالګر چې کار کولای شي، اړونده ادارو ته به د کار په موخه وروپېژندل شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې دغه لړۍ به ولسواليو ته هم وغځول شي او تر هغه به دوام وکړي چې ټول سوالګر راټول او بایومټریک شي.
يوشمېر سوالګر بيا وايي، د مجبورۍ له کبله یې سوال ته مخه کړې، خو په وینا یې، خوښ دي چې له تثبیت وروسته به پيسې ترلاسه او یا هم د کار زمينه ورته برابره کړي.