Asset 1SWN

خوست کې د هیموفیلیا ناروغي د درملنې لومړنی مرکز پرانېستل شو

IMG-20231116-WA0031

د افغانستان د وینې ملي بانک مسولان وايي چې خوست کې یې د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې لپاره لومړنی مرکز جوړ او پرانېستی دی.

د وینې ملي بانک عمومي رييس محمدناصر صادق په وینا، دغه مرکز د اړتیا وړ پر ټولو تجهیزاتو سمبال دی او د هیموفیلیا ناروغانو درملنه به په‌کې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې له دې وړاندې به د یاد او نورو ولایتونو د هیموفیلیا ناروغان د درملنې لپاره کابل او ګاونډیو هېوادونو ته تلل چې اوس به دغه ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د خوست ولايتي ملکي روغتون رييس سخي سردار بيا هيموفيليا يوه ګواښوونکې ناروغي بولي او په وینا یې، يادو ناروغانو ته د ويني مایع برخه به په دې مرکز کې جدا او ناروغ ته به ورکول کېږي.

هغه وویل: «مخکې دلته پر ياده ناروغي کسان اخته وو، خو درملنه يې موږ نشوای کولای، نو موږ به هغه کابل يا پاکستان ته ليږل، يعنې وينې ورکول کېدو ته به چې اړتياوه موږ به نشوای ورکولای، خو د دې مرکز په پرانيستلو سره به اوس ناروغان دلته تداوي کيږي.»

په ورته مهال خوست کې پر دې ناروغي ځينې اخته ناروغان د ياد مرکز پر پرانېستلو خوښي ښيي او وايي چې له دې وړاندې به د دې ناروغي درملنې لپاره پاکستان ته تلل.

د خوست د عليشيرو ولسوالي اوسېدونکی جهان‌الدين چې څلور وروڼه د يادې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او خپله هم پر دې ناروغي اخته دی، وايي: «موږ پنځه وروڼه وو پر ياده ناروغي اخته و، څلورو وروڼو مې د يادې ناروغي له کبله پخوا خپل ژوند له لاسه ورکړی او زه خپله هم پر ياده ناروغي اخته يم. موږ به پخوا تداوي لپاره پاکستان ته تلو له ډېرو ستونزو سره مخ و او کورنۍ مو هم ډېره راسره په ستونزه کې وه.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هیموفیلیا ناروغي د درملنې دغه مرکز داسې مهال جوړېږي چې د وینې بانک مسوولانو په وینا، پر دې ناروغي اخته زر کسان له دوی سره ثبت دي او ټول هېواد کې د اخته کسانو شمېر ښايي څه باندې درې زره ناروغان وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام