Asset 1SWN

هرات کې د «کوفي لیک» د اثارو لومړنی نندارتون جوړ شوی

1000194926

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون نن (دوشنبه، زمري ۱۳مه) پرانېستل شوی دی.

د نندارتون جوړوونکی، سیدشمس‌الدین نوري‌زاد وايي، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي دي.

نوري‌زاد زیاتوي چې دا اثار د درې کلونو هنري هڅو او څېړنو پایله ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی وايي، د نندارتون هدف د لومړي هجري قرن وتلي خطاط، استاد محمودبن اسحاق شهابي درناوی او د کوفي خط هنر د اوسني ځوان نسل ترمنځ بیا راژوندي کول دي.

په ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي وايي، دا ریاست د هنرمندانو د ملاتړ په موخه، هره میاشت څو فرهنګي او هنري نندارتونونه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې دا نندارتون به د څلور ورځو لپاره د هرات په علامه صلاح‌الدین سلجوقي تالار کې دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام