Asset 1SWN

هرات ته د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان ورسېد

car-Defa-q7ilxvjzy65lbgt0wuuyonhe10dd45gvf9sfiknk44-q7inpskwolnt16msuitwi2qsf6k0657didjzcf5aiw

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت اړوند د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان یې «یکشنبه د غبرګولي ۱۴»مه یاد ولایت ته لېږل شوی دی.

دغه موټر د ګزمې، له پولیو د ساتنې او د پوله‌ساته ځواکونو د ستونزو حل په موخه د هرات ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو ته سپارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ګړندي تګ دغه موټر یې یوازې د قول‌اردوګانو، لېوا او نورو پوځي قطعاتو اړتیاوو ته په کتو دغه ولایت ته استولي دي.

هغه وویل: «د ملي دفاع وزارت تشکیلات ډېر لوی دي. په زونونو، قول‌اردوګانو او ولایتونو کې لېوا دي. څنګه مو چې لېږلي، هغسې نه دي؛ یو‌شمېر موټر هرات او نورو ځایونو ته د اړتیا له مخې وېشل شوي دي.»

په همدې حال کې د پوځي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید د انساني قاچاق، وسلو او نورو توکو مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي، خپلې پولې پیاوړې او مسلکي کسان وګوماري.

د پوځي چارو شنونکي سرور نیازي سلام‌وطندار ته وویل: «موږ د پولو په کنټرول سره هغه پلمه چې ګواکې افغانستان څخه نشه‌يي توکي قاچاقېږي، یا ترهګر تګ‌راتګ کوي، له‌منځه وړی شو.»

په ورته مهال د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف‌ امین ځاځی وايي، د پولیو ساتنه د ملي دفاع وزارت مسوولیت دی او په وینا یې، دا یې باید لومړیتوب وي.

هغه وویل: «د خپلو پولیو او سرحدونو د ساتنې لپاره باید هوايي ځواک، رادار او پیاده قطعات باید ولرو، څو وکولای شو چې خپلې پولې وساتو.»

بل‌خوا د پوځي چارو کارپوه طاهر یرغل وايي چې له پولو ساتنه د حکومت مسوولیت دی. هغه وویل، ګڼ‌شمېر هېوادونه د خپلو پولو ساتنې لپاره ډېر امکانات په لاس کې لري، خو په وینا یې، اوسني امکانات بسنه نه کوي او باید نور ځواکونه هم وګومارل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت له لوري لېږل شويو موټرو کې څلور «لنډکروزر»، درې «ټوېوټا» او یو «بایفور» شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام