د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې پرون شنبه د چنګاښ ۱۷مه د سرپل د قشقري نفتو څاهګانو څخه د تېلو د استخراج چارې پیل شوې.
د یاد وزارت سرپرست شهابالدین دلاور دغه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې قشقري د هېواد مهمه اقتصادي سرچینه ده او په وینا یې، د قشقري د نفتو د عاید یوه برخه به د سرپل ولایت پر بیارغونه او پراختیا ولګول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د قشقري د نفتو ۲۱مې څاه د پرنېستلو پر مهال وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، څو نږدې راتلونکې کې له دې څاه څخه د نفتو د استخراج کچه د ورځې ۱۰۰ ټُنه ته ورسوي.
هغه وویل: «د روان میلادي کال تر پایه به ۱۵ نورې څاهګانې هم ترمیم او وکیندل شي چې د ورځې به څه باندې ۱۰۰۰ ټُنه نفت استخراج او عواید به یې د هېواد بیارغونه کې ولګول شي.»
د دلاور په وینا، د نفتو استخراج برخه کې مسلکي او نامسلکي کسان لومړی له سرپل او وروسته به له نورو ولایتونو پر دندو ګومارل کېږي.
د کورنیو اوږدو جګړو او د نفتو استخراج برخه کې د حکومتونو نه پاملرنه لامل شوې چې افغانستان خپل د اړتیا وړ نفتي توکي له بهر څخه وارد کړي.