Asset 1SWN

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړي

Photos -1.webp

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړي.

یونیسف تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مرستې به په اړمنو ماشومانو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستانه په راستانه کړل شویو ماشومانو وويشتل شي.

یونیسف ټینګار کړی چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغان ماشومانو د کډوالۍ په پروژه کې د اروپايي ټولنې پانګونه ۳۸ میلیون یورو ته رسېدلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا بېړنۍ مرستې په سرحدي لارو کې د کورنیو د ستونزو له اوږدمهاله حل‌لارې سره تړاو لري چې د ژوندانه په بیا رغولو کې ورسره مرسته وشي.

د خبرپاڼې له مخې، راتلونکو دریو کلونو کې به ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه چمتو کړي، د اوږدې مودې لپاره به له بیا یوځای کېدو ملاتړ وکړي او ۱۸۰ زره ماشومانو او کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.

ویل کیږي چې یوازې تېر کال له ۱۴ زره جلا شویو ماشومانو سره مرسته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام