Asset 1SWN

د هېواد ۱۶ولایتونو کې د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

GPXNNC0bIAAeG04

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې نن پنج‌شنبه، غبرګولي ۱۶مه د دولسم ټولګي له فارغ شویو زده‌کوونکو څخه د روان ۱۴۰۳کال د کانکور ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو.

د ازموینو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني هرات ته تللی او هلته یې په رسمي توګه د کانکور ازموینې بهیر پیل مراسمو کې ګډون کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو ۱۶ ولایتونو د کانکور ازموینې لپاره زده‌کوونکو د غبرګولي ۱۵مه او ۱۶مه د بایومټریک بهیر بشپړ او نن، سبا او بله ورځ «۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه» به یې د کانکور ازموینه واخیستل شي.

میدان‌وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان هغه ولایتونه دي چې د نن سربېره به راتلونکو دوو ورځو کې د کانکور ازموینه په‌کې واخیستل شي.

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموینې دویم پړاو به کابل کې پیل شي. په دې پړاو کې د کابل ښار او ولسوالیو له دولسم ټولګي فارغو زده‌کوونکو به د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د زده‌کوونکو د بایومټریک نېټه به د روانې غبرګولې میاشتې پر ۲۱مه او ۲۲مه وي او ازموینه به یې د چنګاښ په لومړۍ او دویمې نېټې واخیستل شي.

د چنګاښ په اوومه او اتمه به د بدخشان په ګډون ۱۱ولایتونو کې د کانکور ازموینه ترسره شي او څلورم پړاو کې به د چنګاښ پر ۱۴مه د اوو ولایتونو له زده‌کوونکو کانکور ازموینه واخیستل شي.

درېیم پړاو ازموینه کې به تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، روزګان، بغلان، دایکندي، فیض‌اباد، بهارک، خواهان، درواز، شغنان شامل وي. ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز هغه ولایتونه دي چې څلورم پړاو کانکور ازموینه به په‌‌کې واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، وروستۍ او پنځم پړاو کې د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام