Asset 1SWN

برښنا شرکت تېر یوه کال کې ۳۳ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

_92935339_gettyimages-461547718

په داسې حال کې چې د وروستیو ورځو پر مهال کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي، د برښنا شرکت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې څه باندې ۳۳ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د برښنا شرکت مسوولانو نن سه‌شنبه د زمري درېیمه ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې د تېر یوه کال پر مهال یې څه باندې ۳۳ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، دغه عواید یې د برښنا له درکه له خپلو پېرودونکو راټول کړي دي.

د یاد شرکت د معلوماتو پر بنسټ، د تېر یوه کال پر مهال په کور دننه د برښنا تولیدي سرچینو څخه ۵۰۰ میلیونه کیلوواټه برښنا هم تولید شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د برښنا شرکت مسوولانو دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له تېرې نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام