Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې زلزلې د دغه ولایت تاریخي ابداتو ته زیانونه اړولي

هرات

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د شوې زلزلې له امله د دغه ولایت ډېری تاریخي ابدات او لرغونې سیمې زیانمنې شوې دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې دغه ولایت کې داسې  تاریخي ابدې او لرغونې سیمې نشته چې د زلزله له کبله زیانمنه شوې نه‌وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «دې ناورین کې یوازې خلکو ته نه، بلکې تاریخي ابدو ته هم زیان اوښتی دی، د هرات لوی جامع جومات ډېری برخو ته زیان اوښتی او خرابې شوې دي.» د نوموړي په وینا، ډېر ژر به دغه تاریخي ابدې بېرته ورغوي.

بل‌خوا د هرات یو‌شمېر فرهنګ‌پال دغه ولایت کې د زلزله له امله د ویجاړو شویو تاریخي ابدو د بېرته رغېدو غوښتنه کوي.

د هرات یوه فرهنګ‌پال محمدصدیق میر وویل، هغه ویجاړۍ چې د زلزله له کبله د دغه ولایت تاریخي سیمو ته اوښتي، وروستۍ یوې پېړۍ کې کم‌سارې دي.

نوموړي وویل: «زه خپله د هرات زاړه ښار ته لاړم، داسې ځای نشته چې زیان یې نه‌وي لیدلی، هر ځای ته چې لاړو زیان ورسېدلی او ژر باید ورته رسېدنه وشي.»

په همدې حال کې د هرات د جامع جومات د کاشۍ استادان وايي چې د تاریخي ابداتو ویجاړې شوې کاشۍ به د کارکوونکو د کمښت له کبله راتلونکو څو کلونو کې هم ونه‌رغول شي.

د لرغونو کاشیو جوړونکی امېد‌نېک‌نام وايي چې د دغه ولایت په تاریخي ابداتو او لرغو سیمو کې درې ډوله «اووه رنګه، معرق او مقنس» کاشي کارول شوې دي. «ډېری کاشي چې لوېدلي، معرق کاشي دي چې ۸۵سلنه له معرقو کاشیو جوړ شوي وو او لوېدلې دي.»

هرات کې د کاشیو جوړونکي وايي، دوی یوازې کولای شي، دوه ډوله کاشي جوړې کړي او په وینا یې، د کارکوونکو کمښت له کبله نورې کاشۍ نشي برابرولی. د کاشۍ جوړولو یوه استاد احمدفقیري وویل: «ډېری کاشي چې لوېدلي معرق دي او موږ یوازې څلور استادان یو او دې استادانو نشو کولای چې ټولې کاشیانې جوړې کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې دوو زورورو زلزلو دغه ولایت کې له ځاني زیانونو سربېره، د هستوګنې ګڼ‌شمېر کورونه ویجاړ کړي چې ورسره تاریخي ابدات او سیمې هم اغېزمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام