د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز میدانښار په «کوته عشرو» سیمه کې د خواجه اسحاق ولي په نوم زیارت د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حبیبالله مجاهد وایي چې خواجه اسحاق ولي زیارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په لرغونو ابدو کې ثبت دی او اوس یې د جوړېدو چارې د ولس په شخصي لګښت پيل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجاهد زیاتوي، خواجه اسحاق ولي د حضرت ابوبکر صديق «ر» له اولادې څخه دی چې سلګونه کاله وړاندې په یاده سیمه کې خښ شوی دی.
د میدانښار یو اوسېدونکی احمدقسیم وایي چې یاد زیارت د ولسي وګړو په شخصي لګښت له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ جوړېږي.
هغه زیاتوي، یاد زیارت ته هره ورځ له لسګونه کیلومټره لرې سیمو څخه خلک راځي او د خپلو ناروغانو لپاره دعا کوي.