د پنجشېر د ابشار ولسوالي محلي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي د خلکو او یوې موسسې په مالي ملاتړ یوه کلي ته د غځېدلي یونیم کیلومټر سړک د رغېدو چارې پیل شوې.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده نن چهارشنبه د لیندۍ لومړۍ نېټه سلاموطندار ته ویلي، دغه سړک یونیم کیلومټره اوږدوالی او څلور مټره پلنوالی لري چې د درې کلي د ابشار له عمومي سړک سره نښلوي.
د نوموړي په وینا، د یاد سړک د جوړېدو پر چارو ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راځي چې ۱۰۰زره یې د یوې موسسې او پاتې یې د سیمو د خلکو له لوري ورکول کېږي.
تېره ورځ بامیان کې هم د خلکو په شخصي لګښت د پنځو کیلومټره سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک دوشنبه د لړم ۲۹مه د یادې ولسوالي چارواکو او خلکو له لوري ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د بامیان والي د رسنیو دفتر د یکاولنګ نمبر دوه ولسوالي د ولسوال محمدامین رسا له قوله په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد سړک په جوړېدو سره شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته د تګراتګ پر مهال اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د بامیانو ترڅنګ د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم عامو خلکو د سړکونو سربېره د نورو عامه ځایونو د رغونې او بیارغونې په موخه هلې ځلې پیل کړې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تېره ورځ «دوشنبه لړم ۲۹مه» میدانوردګ کې هم خلکو د دایمیرداد ولسوالي اړوند د «ارګکوتل» سړک د بیارغونې په موخه لستوڼي بېډوهلې دي.