روزګان کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د ۲۵کیلومتره سړک د جوړېدو چارې یې پیل کړي دي.
یاد سړک چې دغه دوه ولسوالي له یوه بل سره نښلوي، اوسېدونکو یې له دې وړاندې د لارې خرابوالي له امله شکایت کاوه.
روزګان کې د رواحه لېواه د مطبوعاتو مسوول یارمحمد معصوم سلاموطندار ته وویل: «د روزګان د دهراود او چهارچینو ولسوالۍ ترمنځ د غاړې لویه لار چې ۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري، د رغولو چارې یې د دهراود او چهارچینو ولسواليو مقامونو په مالي لګښت او د څلورمې پلې رواحه لواء د انجینري امریت او انجینرۍ ټولي پر تخنیکي همکاري سره پیل شوی.»
د نوموړي په وینا، د دغه لارې د جوړېدو چارې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي. په ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چي سړک ورته جوړېږي.
دوی زیاتوي چې له دې وړاندې پر دغه لاره تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو چې د سړک په رغولو سره به یې یادې ستونزې تر یو بریده حل شي.