Asset 1SWN

د تورخم دروازې تړل‌کېدل؛ «که خلاصه نه‌شي ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي»

1ca4a9358791c1dfa31ab700f42c8ae4629eea4b

پاکستان د تورخم دروازه له تېرو دوو ورځو راهیسې د ناروغانو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې چې د یادې لارې تلوونکو ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

یوشمېر ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې ناروغان یې له دوو ورځو راهیسې پاکستان ته د اوښتو په تمه دي، خو هاخوا د تللو اجازه نه‌ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، که د تورخم دروازه د ناروغانو پرمخ همداسې تړلې پاتې شي، ډېر ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي. ناروغ‌لرونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستاني لوري سره دې یاده ستونزه حل کړي.

تورخم ته له خپل ناروغ سره راغلی احمدولي وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې چې په وینا یې، د لارې پرانېستل کېدو ته په تمه دی. «دلته له تېرو دوه ورځو راهیسې راغلي یوو. موږ هم په تکلیف کې یوو. ناروغان مو هم په تکلیف کې دي، هیله ده حکومت زموږ غږ واوروي او دا ستونزه حل کړي.»

په ورته مهال یو بل ناروغ‌لرونکی سمسور وايي چې د ناروغ مریضي یې یې سخته ده، خو ټوکن نه‌ورکول کېږي. نوموړی وايي، که حکومت د خلکو ستونزه حل نه‌کړي، سلګونه ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي وویل: «دلته په سلګونه ناروغان پراته دي، ټول د ویزو ستونزه لري. پاکستان د ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې، هیله ده دا لار ژر تر ژره خلاصه شي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشی وايي، په تېر کې به عاجل ناروغان په تورخم لار له پاسپورت او ویزې پرته پرېښودل کېدل؛ خو د روانۍ اوونۍ یکشنبې ماښام راهیسې دا لار د هر ډول ناروغانو پر مخ تړل شوې.

هغه وویل: «د کب په شلمه ماښام ناوخته دا لار وتړل شوه، اوس مهال هېچاته پرې د تګ‌راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي، پخوا به عاجل ناروغان پرېښودل کېدل؛ خو اوس هغوی هم نه‌پرېښودل کېږي. ا.ا هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان د تورخم لار نه یوازې د ناروغانو، ډېری وخت یې د سوادګرو پرمخ هم تړي چې له کبله یې خلکو ته درانه زیانونه اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام