Asset 1SWN

د چین «NIO» شرکت خپل نوی ماډل موټر بازار ته وړاندې کړ

107415240-1715779111111-IMG_9895

د چین د برښنايي موټرو تولیدي شرکت «NIO» وايي چې یاد شرکت به هر کال یو نوی ماډل موټر د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه، مې ۱۶مه راپور ورکړی چې دغه نوي تولیدېدونکي ماډل موټر به د یاد شرکت د « Onvo brand» برانډ موټرو په نوم بازار ته وړاندې کېږي چې بیه یې خورا ټيټه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز د راپور له مخې، NIO شرکت په دې وروستیو کې د کورني موټرو تولیداتو ته پام ورزیاته کړی دی.

دغه خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې د چین د برښنايي موټرو یاد شرکت، خپل نوی «Onvo L60 SUV» ماډل موټر بازار ته وړاندې کړ.

د یاد موټر بیه ۲۱۹۹۰۰ چینايي یوان «۳۰۴۷۶» ډالره ټاکل شوې چې دغه هېواد کې د ټسلا موټر د بیو په پرتله ۱۲سلنه ټيټه ده.

د چین د برښنايي موټرو تولیدي شرکت «NIO» همداراز ټينګار کړی چې « Onvo brand» راتلونکی تولیدي موټر به یې د هغو کورنیو لپاره وي چې ډېر غړي ولري.

یاد شرکت تمه ښيي چې دغه موټر به یې په میاشت کې تر ۲۰۰۰۰ موټرو خرڅلاو ولري او د دې شرکت په ټولییزه ګټه کې به مرسته وکړي.

د نیو اجرايي رییس ویلي: «چین کې دا مهال د برښنايي موټرو د تولید ۱۱۰ برانډ شرکتونه فعال دي چې له ۲۰ تر۳۰ یې وتلي برانډونه دي او سیالي لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

چین په نړۍ کې د برښنايي موټرو د تولید له سترو هېوادونو شمېرل کېږي چې دا مهال دغه هېواد کې د موټرو تولیدي شرکتونو د خپلو موټرو پلور لپاره نړیوالو بازارونو ته مخه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام