Asset 1SWN

ازاد لوبډلې د لښکرګاه د ټېپ‌بال سیاليو اتلولي وګټله

0843ee0d-46d2-4275-bc72-720a441f5639

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د «ټيپ‌بال شپنیو سیالیو اتلولي» د ازاد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ‌بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز لښکرګاه کي د ۲۰ لوبډلو ترمنځ درې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پای‌لوبه کې ازاد او بېنوا لوبډلې ولوبېدې چې ازاد لوبډلې دغه لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او لسو اورونو کې یې، سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف ورکړ.

بېنوا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۸ منډې وکړې او د ۲۲ منډو په توپیر یې، پای‌لوبه وبایلله.

د یادو سیالیو تنظیموونکو له‌خوا ګټونکې لوبډلې ته یو موټرسایکل هم ورکړل شو. د مسوولانو په وینا، دغه سیالي د ځوانانو بوخت ساتلو او هڅونې په موخه جوړې شوې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کرېکټ لوبه چې په دې وروستیو کې یې، مینه‌وال خورا زیات شوي، د هلمند سربېره په نورو ولایتونو کې یې هم لوبې کېږي او د دغه ولایت په څېر د شپې له‌خوا یې، هم ټورنمنټونه جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام