ولسمشر ماڼۍ اعلان کړه چې د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات د مصلی پنځم منار بیا رغوي.
صدیق صدیقي نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه وليکل چې د اغاخان فرهنګي بنسټ ولسمشر ته په يوه ليک کې ډاډ ورکړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د بیا رغونې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړی زیاتوي چې د هرات د مصلی پنځم منار د سروې او بیارغونې د لومړۍ مرحلې مالي لګښت د افغانستان حکومت برابروي او د هغه د اساسي مراحلو تمویل د اغا خان فرهنګي بنسټ پر غاړه لري.
د ولسمشر وياند ويلي، جمهور رییس تېره اوونۍ د اغا خان فرهنګي بنسټ او يونسکو سازمان له مسوولانو سره په ليدنه کې يې له دوی غوښتي چې د تاريخي ابداتو ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
له دې وړاندې چې د هرات تاریخي منار د نړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، ولسمشر تېره اوونۍ د دغه منار د بیا جوړېدو امر وکړ.
ولسمشر د هرات والي ته ويلي و چې د ياد منار بررسۍ لپاره يو تخنيکي ټيم جوړ کړي.