Asset 1SWN

د اداري اصلاحاتو اداره سږکال ۱۰زره تش بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي

ادار_ه_ی-اصلاحات-اداری-و-خدمات-ملکی-1

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان وايي چې روان کال به د بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو ۱۰زره بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بستونه به د کور او ښارجوړونې، کانونو او پټرولیم، ټولګټو وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، کابل ښاروالي او نورو دولتي ادارو اړوند وي

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د تعییناتو او ولایتي چارو رییس محمدیوسف غزنوي سلام‌وطندار ته ویلي چې د لس زره تشو بستونو لپاره چمتووالی لري، څو له ۷۰ تر ۱۰۰زره ګډون کوونکي په الکترونکي بڼه ازموینه ورکړي.

نوموړي وویل: «د روان کال درې ربعو کې ۱۰زره بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي چې موږ له ۷۰ تر ۱۰۰زره ګډون کوونکو ته د الکترونکي ازموینې د اخیستلو چمتوالی نیولی دی.»

په همدې حال کې یادې ادارې پرون سه‌شنبه د وږي اتمه د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزارت اړوند د ۲۳ تشو بستونو لپاره الکترونکي ازموینه واخیستله.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، یادو ۲۳ بستونو لپاره ۳۰۰ کسانو نوملیکنه کړې وه چې له ډلې یې ۲۱۱ کسان پر شرایطو وړ پېژندل شوي دي. بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په تشو بستونو کې د ازموینې لپاره راغلي، کسان وايي چې په کاري مرکه کې روڼتیا نشته.

نېک‌محمد چې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د پلان‌جوړونې له څانګې فارغ دی، وايي، له دې وړاندې د کور او ښارجوړونې وزارت تشو بستونه ازموینې ته غوره شوی و، خو په وینا یې، د اداري اصلاحاتو کاري مرکه کې شفافیت نه دی تامین شوی.

نوموړي وویل: «زما وړاندیز دا دی چې مرکه له ۵۰ نمرې ورنه‌کړي یا دې نمرې کمې کړي او هغه څوک چې لوړې نمرې لري، هغه دې د شفایت له امله دنده کې شامل شي، که له الکترونیکي ازموینې وروسته ازموینه اخیستل کېږي، په دې معنی چې شک موجود دی.»

همداراز سمېع‌الله چې د بلخ پوهنتون انجینیري پوهنځي څخه فارغ شوی، له ا.ا غواړي چې ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي. هغه وویل: «موږ د الکترونکي ازموینې بهیر باندې باور لرو چې نمرې مو نه خوړل کېږي، خو شک لرو چې کاري مرکه کې مو نمرې خوړل کېږي.»

خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان وايي چې د ازموینې دواړو بهیرونو کې روڼتیا ته پام کېږي. د دې ادارې رییس عبدالعنان عارف‌الله وویل: «الکترونیکي ازموینه کې هېڅ داسې څه نشته چې روڼتیا دې نه وي او نن مو هم د همدې لپاره جلسه نیولې چې حق، حق‌دار ته ورسېږي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د معلوماتو پربنسټ، د سرپرست حکومت په راتلو سره د څه باندې دوو کلونو پر مهال دې ادارې له درېیم تر شپږم څه باندې ۶۰زره تش بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې بستونو ته څه باندې ۳۰زره کسانو نوملیکنه کړې چې له پنځه زره ډېر یې ادارو کې ګومارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام