Asset 1SWN

د علومو اکاډمۍ تېرکال ۳۴ کتابونه چاپ کړي

GXk6y3WW4AAnzk3

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، ۳۴ بېلابېل کتابونه چاپ کړي او ۲۵ نور ژباړل شوې دي.

دغه څرګندونې نن دوشنبه، وږي ۲۶مه کابل کې د علومو اکاډمۍ مسوولانو د خپلو یوه کال لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

علومو اکاډمۍ په تېرکال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې کړي او ۲۰۸ نورې تر کار لاندې دي. د دې ادارې له لوري د هېواد په کچه، په بېلابېلو برخو کې ۵۷ کنفرانسونه او ۶ علمي -څېړنیز سیمینارونه هم جوړ شوي دي.

د تېرکال په اوږدو کې د دې ادارې څلور کسان د علمي غړي، د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو څخه فارغ او ۲۰ کسان نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

په ورته مهال مسوولانو دې پروګرام کې وویل چې د علومو اکاډمۍ شپږکلن ستراتېژیک پلان چمتو شوی او د اسلامي بانکدارۍ په اړه، رهنمودي اسناد هم بشپړ شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې ترڅنګ، په تېرکال کې د همغږۍ پیاوړتیا، له علمي ـ تحقیقي برخو څخه د لیدنې او له اړوند برخو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک په موخه، د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي، د روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، جاپان او چین هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام