Asset 1SWN

سلام وطندار

روانه اوونۍ د ملګروملتونو سازمان ۷۹یمه کلنۍ غونډه جوړېږي

United_Nations_General_Assembly_Hall_3

ټاکل شوې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي.

د راپورونو له مخې، د ملګروملتونو دغه کلنۍ غونډه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه پیل او تر ۳۰مې دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسله هم د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع واوسي.

د چارو یوشمېر کارپوهان تمه لري چې د ملګروملتونو سازمان دغه عمومي غونډه او د نړۍ مشرانو ترمنځ د افغانستان پر مسلې بحث وکولی د هېواد سیاسي او اقتصادي انزوا ته یوه حل‌لاره پیدا کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي سلام‌وطندار ته وویل: «د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د افغانستان په اړه بحث کولی شي اقتصادي او سیاسي انزوا کمه کړي او د بشري او اقتصادي ننګونو د حل لپاره د خبرو اترو لپاره بنسټ رامنځته کړي چې افغانستان ورسره مخ دی.»

د چارو شنونکي همدارنګه ټینګار کوي چې ملګري ملتونه دامهال د افغانستان وضعیت په تړاو جامع او څرګنده تګلاره نه‌لري او د همدې لپاره ستونزمنه به وي چې لنډ وخت کې دې له روان وضعیته د افغانستان د وتو لپاره یوه حل لاره وړاندې شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي وویل: «د افغانستان په تړاو د ملګروملتونو غړیو هېوادونو د ګډ دریځ نشتون دوامداره ستونزې جوړې کړې دي. تراوسه ملګروملتون د انساني اصولو او د دغه سازمان د منشور پر بنسټ هر اړخیز دریځ نه‌دی خپل کړی.»

له افغانستانه بهر، په نړیواله سطحه د ننګونو زیاتېدل او د غزې وضعیت په څېر ننګونو ته د رسېدو په برخه کې د ملګروملتونو کمزورتیا، د یوه نړیوال نظم رامنځ ته کولو لپاره د دغه سازمان د اغېزمنتوب په اړه بې‌باورۍ زیاتې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه داسې مهال ترسره شي چې افغانستان په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه‌لري او استازی یې هم یاده غونډه کې له ګډون څخه محروم دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام