په روزګان کې د ورزش برخې مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.
د فوټبال دغه لوبې د ورزش ودې او ځوانو استعدادونو د پېژندنې په موخه پیل شوې وې چې یوه میاشت یې، دوام وکړ. د یادو لوبو اتولي د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فوټبال فدراسیون مشر میرزامحمد امیرزي د دې سیالیو موخه د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو موندل او فوټبال لوبې ته د ځوانانو هڅول په ګوته کړل.
د ده په وینا، د ځوانانو لوبډله چې لومړی مقام یې خپل کړ، د راتلونکي لپاره به د زون په کچه سیالیو کې ګډون وکړي او تمه ده چې ښه لاستهراوړنې به ولري.
هغه وویل: «یوه مياشت يې دوام وکړ، ۲۸ لوبي په ليګ ډول ترسره شوې، دغه لوبډله به د زون په کچه سيالي کوي. د دې لپاره مو په لاره اچولې وې چې موږ هر کال کلنۍ سيالي د همدې هدف لپاره ترسره کوو.»
یوشمېر هغه لوبغاړي چې په دې لوبو کې یې، ګډون کړی، وايي، خوښ دي چې دغه سیالي ورته برابرې شوې وې. د دوی په وینا، دا ډول سیالي نه یوازې ورزش ته وده ورکوي، ځوانانو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت هم برابروي.
یوه لوبغاړي نبيالله سېلاب وویل: «هغه خولې چې موږ کړې وې، تمرينات مو کړې وو، د هغو نتيجه دغه وه چې د روزګان په سطحه مو غوره ځایی ترلاسه کړی، بله ګټه يې دغه ده چې زموږ لوبډله به د زون په کچه لوبيږي او ښه لاستهراوړنې به لري.»
یو بل لوبغاړی میرویس بیا وايي چې روزګان کې د فوټبال معیاري لوبغالی شتون نهلري او په وینا یې، روزونکی هم نهلري. «ستونزې دغه دی چې موږ د فوټبال او په نورو ورزشي، برخو کې ميدانونه نهلرو، يوازینۍ غوښتنه مو د مسوولاسنو څخه دغه ده چې زموږ لپاره ميدانونه جوړ کړي.»
د فوټبال فدراسیون مسوولان د لوبغالي نشتون ستونزو تاییدوي، خو ډاډ ورکوي چې د حل لپاره به یې، هڅې وکړي.