هلمند کې د «بيبي» تاریخي کلا چې د دغه ولایت سوېل خانشین ولسوالي کې موقعیت لري، د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
د تاریخپوهان وايي، دغه کلا شاوخوا ۱۰۰۰ کاله تاریخ لري چې د حکومتونو د نهپاملرنې له امله اوس د لهمنځه تلو ګواښ سره مخ ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمي اوسېدونکي هم سلاموطندار ته وايي، که حکومت دغه کلا ته پاملرنه ونهکړي، ښايې لنډ وخت کې په یومخیز ډول لهمنځه لاړه شي.
د خانشین ولسوالي یوه اوسېدونکي دادمحمد وویل: «شاوخوا دولس کاله کېږي چې زه دلته اوسېږم او دغه تاریخي کلا وینم، د دې کلا دغه ختیځ برخه مخکې سمه وه، خو وړم کال چپه شوه، دا تاریخي ځای دی. موږ ته يې دقیق تاریخ نهدی معلوم، دا تاریخي ځای دی، باید ساتنه يې وشي، که ونهشي، همداسې به ورو، ورو نړېږي او لهمنځه به ځي، لکه اوس.»
د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي میرزا وویل: «زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې دا کلا ته پاملرنه وکړي. بېرته يې جوړه کړي، ځکه هر کال بارانونه او نورې طبعي پېښې زیان ورته اړوي. دا کلا که جوړه شي ډېری سیلانیان به ولري او خدای مه کړه ورانه شي، په دې د ټول هېواد خوابدېږي، تاریخي ځای هېڅڅوک نه خرابوي.»
هلمند کې لیکوال او تاریخپوه محمداسماعیل شریعتیار تاریخي ابدات د هېواد ملي شتمني بولي او وایي، د تاریخي ابداتو ساتنه او پالنه کې نهیوازې حکومت مسوولیت لري، ولس هم باید د هېواد، ملي او لرغوني تاریخي هویت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاتوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو ته پهکار ده چې تاریخي سیمې له غصب څخه وژغوري. «دا د حکومت او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو کلتور ریاست دنده ده چې باید د تاریخي ابداتو د غصب شویو حریمونو پلټنه وکړي او د ساتنې او ترمیم لپاره یې کار وکړي. زموږ له خلکو څخه هم هیله ده چې د تاریخي ابداتو ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي او د تاریخي ابداتو په ساحه هېڅ ډول مداخله ونهکړي. هلته چې اوس کوم کښت او کرونده کېږي، د دې څخه ډډه وکړي.»
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو امر حمدالله مدثر وايي، هغو کسانو چې په خپلسري توګه تاریخي ځایونو کې کورونه جوړ کړي وو، د ا.ا له واکمنېدو سره سم دغه کورنۍ له یادو تاریخي سیمو څخه اېستل شوي او اجازه نهورکوي چې تاریخي سیمې غصب کړي.
د نوموړي په وینا، د تاریخي کلاګانو د بیارغونې په اړه یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندېزونه کړي او تمه لري چي ځیني لرغونې سیمې بیاورغول شي.
هغه وویل: «دا خبره پر ځای ده چې بيبي جانې کلا او د یوشمېر نورو تاریخي کلاګانو ځینې برخې ورانې شوي. د دې ورانیو لوی لامل د سېلابونو اوبه، باران او توپاني باندونو دي، خو موږ وزارت ته په دې اړه وړاندېزونه کړي، تمه شته چې ډېری کلاګانې بیا ځلې ترمیم شي.»
د هلمند شمالي کجکي ولسوالي څخه پیل بیا تر سوېل خانشین او دېشو ولسوالیو پورې د هلمند سېند پرغاړه ډېری لويې تاریخي کلاګانې شته چې ګڼشمېر یې ان تر ۲۵۰۰کاله لرغونتوب لري، خو د طبیعي افتونو او سېلابونو ترڅنګ د حکومتونو د نهپاملرنې له کبله دغه کلاګانې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.