د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې، لس کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
سېلابونه د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلي دي. د مسوولانو په وینا، دغه کسان د شینګۍ ولسوالي اړوند سیمو کې مړه او ټپیان شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال مسوولان که څه هم دغه ولایت کې د راوتلیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه ډېره ګڼي، خو وايي، تراوسه د زیانونو کره شمېر په لاس کې نهلري.
د زابل امنیه قومنداني ویاند ذبېحالله جوهر سلاموطندار ته وویل: «د زابل مرکز کلات په شمول په ځینو ولسواليو کې د زیاتو اورښتونو له کبله، سېلابونه راوتلي چي شینکۍ ولسوالي کې یې، اته هستوګنیز کورونه وران کړي او لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په ټوله کې د اوښتو مالي زیانونو دقیق ارقام لاهم ندي معلوم.»
بلخوا د سېلابونو له امله اغېزمنې کورنۍ بیا بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له مسوولانو غواړي چې پر وخت یې، سیمو ته مرستې ورسوي.