د اسپانیا چارواکي وايي چې د یاد هېواد په بارسلونا ښار کې یې، لس پاکستانیان د ترهګرۍ په تور نیولي دي.
د پاکستان جیونیوز رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې دغه نیول شوي شکمن کسان له یوې منظمې جرمي ډلې سره تړاو لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې یاده ډله افراطي نظریه لري او په انلاین بڼه له تاوتریخوالي ډک پیامونه به یې، خپرول.
پر یادو کسانو تور دی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې، له ترهګرو ملاتړ اعلان کړی دی.
دغه پاکستانیان د اسپانیا د کاتلان پولیسو د اسپانیا ملي پولیسو او د اېټالیا قانون پليکوونکو لهخوا د ګډو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
په ورته مهال چارواکو له دغې ډلې سره د هر ډول بهرنیو اړیکو لرل رد کړي او ټینګار یې کړی چې دې سازمان یوازې په اسپانیا کې فعالیت کاوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د راپورونو له مخې، د دې ډلې مشکوک مشر یو ۵۵کلن پاکستانی دی.