Asset 1SWN

سلام وطندار

ریاض کې د لسو بې‌پیلوټه الوتکو نسکورېدل؛ ایران: زموږ نه‌دي

Saudi Air Defences Down Additional Drones_1772958967

سعودي عربستان وايي چې د پلازمېنې ریاض او د هېواد د ختیځو سیمو شاوخوا لس بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې شنډې کړې دي. د سعودي چارواکو په وینا، دغه ډرونونه د هوايي دفاعي سیستمونو له لوري له‌منځه وړل شوي او د احتمالي زیان مخه نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د امنیتي ځواکونو رادارونو د ریاض او ختیځو ولایتونو په فضا کې څو بې‌پیلوټه الوتکې کشف کړې. وروسته د سعودي دفاعي سیستمونو اقدام وکړ او ټول لس ډرونونه یې شنډ کړل.

بل لور ته، د ایران د اسلامي انقلاب ځواک (IRGC) د پېښې له خپرېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید له ایران سره هېڅ تړاو نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دوی په وینا: «دا برید د ایران له اسلامي جمهوریت سره هیڅ اړیکه نه‌لري او د سعودي حکومت باید د برید اصلي سرچینه پیدا کړي.»

تراوسه سعودي چارواکو د برید د احتمالي مسوول لوري په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي. شنونکي وايي چې دا ډول پېښې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

سعودي عربستان مخکې هم د ډرونونو او توغندیو د بریدونو ادعا کړې ده، چې ځینې وختونه یې مسؤلیت د یمن د حوثي ډلې منلی او یا پرې تور لګول شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام