افغانستان؛ هغه هېواد چې ۱۰ ميليونه وګړي يې بې‌دندو دي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د کار کولو پر شرایطو برابر دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدل او ناامني د دې لامل شوې چې یوازې ۶ میلیونه  وګړي کار وکړي او ۱۰ میلیون نور بې‌دندو وي.

د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي نن  په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکړې» په برنامه کې وویل، کورونا ویروس  د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېزه کړې.