هرات ښار کې د جګړو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۷۵ټپیان دي څلور ورځې کېږي چې د هرات ښار په دروازو کې سخته جګړه روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو د دغو نښتو لمن د هرات ښار په لوري د خورېدو په حال کې ده.
سرچینه: تخار کې مېشت کومانډو ځواکونو پر طالبانو یو برید هم نه دی کړی که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.