هلمند کې د کولرا ناروغۍ خپرېدل؛ ۱۴ کسان مړه او ۲۰۰۰ پرې اخته شوي په هلمند کې محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر کولرا یا شدید نسناستي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د کابل انتاني روغتون کې د «کولرا» ناروغۍ شکمنې پېښې درې برابره شوي کولرا چې یوه ساري ناروغي ده او په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ګڼشمېر کسان هم پرې اخته شوي، که مخه یې ونه نیول شي، ښايي د ډېرو ژوند ترې واخلي.