لوګر کې «امسيسي» چینايي شرکت ۳۰۰بېوزله کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل
د لوګر چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د عینکو کان اړوند «امسيسي» چینایي شرکت له لوري د محمداغې ولسوالي پر ۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
ا.ا له یوه چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور د دغه قرارداد د لاسلیک په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه تړون ارزښت د درېوو کلونو لپاره ۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالره دی او چینايي شرکت هم کولای شي، له یادې حوزې څخه تر ۲۵ کلونو نفت استخراج کړي.