بغلان او کندوز کې د طالبانو بریدونه؛ د کندوز د چهاردرې امنیې قومندان په ګډون ۱۶ سرتېري وژل شوي
بغلان او کندوز کې امنيتي سرچينې تاييدوي چې په يادو ولایتونو کې د طالبانو بريدونو کې ۱۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۸ سرتېري ټپيان دي.
کندوز کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه چهاردرې ولسوالۍ کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.