غزني کې د چرګانو حلالولو معیاري ځای جوړ شو

په غزني ولایت کې د چرګانو حلالولو لپاره یو معیاري ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ځای مسوول همت‌الله افغان وايي، یاد ځای یې په غزني کې د چرګانو حلالولو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره په یو میلیون افغانیو جوړ کړی دی.

هلمند کې د چرګانو فارمونو کې ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

هلمند کې د غوښن چرګانو یوشمېر فارم لرونکي وایې چې دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې په‌کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د غوښن چرګانو یاد فارم لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې هره ورځ، لسګونه زره کیلو غوښه د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادروي.

د چرګانو فارم‌لرونکي: د پاکستاني چرګانو پر واردولو دې محصول زیات شي

خوست او پکتيا کې د چرګانو یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي، له پاکستان څخه په پراخه کچه د چرګانو په واردېدو سره یې کاروبار زيانمن شوی دی. دوی له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان څخه د غوښې چرګانو په واردولو محصول زيات کړي، څو په کور دننه توليدات پراختيا پيدا کړي.