ځینې ځانګړې کړۍ د سولې پروسې پر وړاندې ستونزې جوړوي
د استانبول سولې د غونډې په درشل کې د افغانستان ۷ مطرحو ګوندونو د يوې سیاسي کمېټې په جوړولو سره نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د استانبول غونډې په اړه خپل دريځ اعلان کړ.
د دې کمېټې غړيو وويل، يو شمېر کړۍ په بېلابېلو پلمو هڅه کوي تر څو د سولې بهير کې ستونزې رامنځته کړي.