پاکستان تراوسه له ۴۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اړولي
د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی چې تر اوسه ۴۱۸ زره او ۹۸۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د پاکستان راډیو نن (د لیندۍ اتلسمه، د شنبې ورځ) لیکلي چې یوازې پرون ۲۴۷۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د دې رسنۍ په وینا، د افغانانو په ګډون، په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کسانو د اېستلو لړۍ روانه ده.