کابل کې یوشمېر مېرمنو د توکو د پلور په پلمه سوال کولو ته مخه کړې
کابل کې د ا.ا له لوري د ښځینه سوالګرو له ټولولو وروسته اوس دغه سوالګرې په ځانګړې بڼه او نویو تګلارو پلازمېنه کې له خلکو سوال کوي.
دغه سوالګرې مېرمنې او نجونې د قلم، پلاسټیک او نورو توکو د پلور په پلمه د کابل ښار په بېلابېلو ګڼمېشتو سیمو کې د مرستې او سوال غوښتنه کوي.