د کانونو او پټرولیم وزارت تېر کال څه باندې ۱۷ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن یکشنبه د وري ۱۳مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه وزارت تېر یوه کال کې ۱۷میلیارده، ۴۸۷میلیونه، ۴۳۹زره او ۵۰ افغانۍ عواید ټول کړي دي.