روغتیا وزارت: اختر کې خلکو د کورونا په اړه لارښوونو ته پام نه دی کړی د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو کې د خلکو له لوري د دغه وزارت سپارښتونو ته د نه پاملرنې او په ټولنه کې د کورونا ویرووس له خپراوي څخه اندېښنه ښايي.
لوګر کې د کورونا لسګونه ناروغان پر رواني ستونزو اخته شوي د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې لسګونه یې پر رواني ستونزو اخته شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو دغه شمېره مخ پر لوړېدو ده.