په هېواد کې ۷۰سلنه خبریالان وزګاره شوي د افغانستان د ازادو ژونالستانو د ټولنې مسوولانو نن په کابل کې د «افغان خبریالانو ملي کنفرانس» تر نوم لاندې په یوې غونډه وویل چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو راهیسې ۷۰ سلنه خبریالان وزګاره شوي دي.
پکتيا کې د خامو موادو د نهشتون له امله ۸۰ سلنه کارخونې تړل شوي د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضلالدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یوشمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.