له طالبانو سره د عليپور هوکړه؛ د بامیان والي خبر ورکړ
د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي، داسې راپورونه شته چې عليپور له طالبانو سره هوکړه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې نن د بودا مجسمې د ورانولو شلمې کلیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
هغه وايي: «داسې راپورونه او شایعات شته چې عليپور له طالبانو سره هوکړه کړې، هیله ده چې رښتیا نه وي.» د رحمتي په وینا، عليپور خپل یوشمېر وسلهوال د حاجيګک کوتل ته نږدې په «آب نقره» سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.