«د هلو ټرست کمپ د هزاره کارکوونکو وژل د نسلوژنې ښکاره بېلګه ده»
ګڼشمېر کسانو تېره اوونۍ په کور دننه او بهر د هزاره نسلوژنې په تړاو د ټویټر له لارې غږ پورته کړ چې د مجازي شبکو د زیات شمېر کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شو او د افغانستان په ګډون، څو هېوادونو کې ټویټري ټرېنډ شو.